له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې ویلي، چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د باران او واورې د شدید ورښت له امله ۱۱ تنه مړه شوي او ۴ تنه نور ټپیان دي. د دې ادارې مسوولین ډاډ ورکوي، چې له شته امکاناتو په ګټې اخیستنې به زیانمنو ته پر وخت رسېدنه وشي او اړمنو کورنیو ته به خوراکي او غیرخوراکي مرستې و وېشل شي. ورته مهال ټولګټو چارو وزارت بیا ویلي، چې د درنو واورو، دوامداره توپانونو او بادونو له امله، د سالنګ لویې لارې په ګډون، په هېواد کې یو شمېر لویې لارې او سړکونه په لنډ مهالې توګه د ترافیکو پرمخ تړل شوې دي. د یاد وزارت د ویاند په وینا، د هوا خرابوالي د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو تګ راتګ ستونزمن کړی دي. دغه وزارت زیاته کړې چې هڅه کوي د خپلو کارکوونکو او قراردادی شرکتونو په همکارۍ بندې شوې لارې پاکې او د ترافیکو پر مخ پرانیزي.








