په روسيې کې د افغانستان سفیر مولوي ګل حسن حسن د روسیې د سوداګرۍ خونې د رییس له استازي الکساندر شکیراندو او د افغان–روسي سوداګرۍ شورا له رییس دیمیتري انتونوف سره کتلي دي. روسیې کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې کتنه کې روسي لوري په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې. دغه راز دې کتنه کې د افغانستان سفیر د امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه معلومات شریک کړي او د افغاني محصولاتو د وارداتو او بازارموندنې د پراخولو غوښتنه یې کړې ده.








