د افغانستان برېښنا شرکت ویلي چې د ازبکستان وارداتي برېښنا لېږد مزي یو سرکټ د پلخمري–کابل ترمنځ د سختو ورښتونو او توپانونو له امله تخنیکي عارضه کړې او پرچاو دی چې له امله یې پروان، کاپیسا، پنجشېر، کابل، ننګرهار، لغمان، میدانوردګ، غزني، لوګر، پکتیا، خوست او د بغلان ځینې سیمې د برېښنا له کمښت او پرلهپسې پرچاویو سره مخ شوې دي. برېښنا شرکت ویلي، سالنګ کې د سختو ورښتونو له امله تخنیکي ټیمونه د وضعیت د عادي کېدو ته په تمه دي، څو د عارضې ځای ومومي او ستونزه ژر حل کړي. په همدې حال کې د ترکمنستان–بلخ او فاریاب وارداتي مزي ستونزه حل شوې او د بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب برېښنا بېرته عادي شوې ده.








