د پکتيا د ټولګټو چارو رياست مسوولینو ویلي، چې د پکتياـخوست لویه لار د سټو کنډو په سیمه کې د واورې او شديد طوفان له امله تړل شوې ده. دمسوولینو په خبره د واورې پاکولو بهير يې ګړندی کړی، تر څو ژر تر ژره دغه لار د تګ را تګ پر مخ بېرته پرانيستل شي. بلخوا د میدان وردک ولایت له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ریاست هم خبر ورکړی، چې د واورې ورېدو له امله د جلریز، نرخ، سیداباد، چک، جغتو، دایمیرداد، حصه اول بهسود او مرکزي بهسود ولسوالیو لارې د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.








