ټاس خبري اژانس راپور ورکړی چې امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې واشنګټن به د ګرینلنډ ټاپو د نیولو لپاره زور ونه کاروي. په راپور کې راغلي، چې ټرمپ دا څرګندونې د سویس په داووس نړیوال اقتصادي فورم کې کړې دي. ټرمپ له دې وړاندې ویلي و چې که امریکا ګرینلنډ ونه نیسي، نو روسیه او چین به یې مالک شي. ورته مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف ویلي چې روسیه او چین د ګرینلنډ د نیولو هېڅ پلان نه لري او واشنګټن پر دې ښه پوهېږي.








