د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پرورګرام راپور ورکړی، چې د افغانستان راتلونکی د ښاري کېدو پر لور روان دی او تر ۲۰۶۰ کال پورې به له هرو دوو افغانانو یو یې په ښارونو کې ژوند کوي. یاد سازمان ویلي، چې افغانستان به په لنډه موده کې له چټک نفوسي بدلون سره مخ شي. د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام ټينګار کړی چې دا بدلون دې د دوامداره پرمختګ، اقتصادي ودې او ټولیزې هوساینې پر فرصت بدل شي. له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو دغه بنسټ ویلي و چې د افغانستان ښارونه د پانګونې له کمښت سره مخ دي او د نارسمي استوګنځایونو ودې پر ښاري خدماتو فشار راوستی دی.








