د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې مشر ملا نورالدین ترابي د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې د پېښو د مدیریت په برخه کې د همکاریو پر څرنګوالي او د دواړو لوریو د علاقې وړ پر موضوعاتو خبرې شوې دي. ملا نورالدین ترابي آذربایجاني پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې آذربایجان له پخوا تر اوسه د افغانستان له خلکو سره ښې اړیکې لرلې دي او موږ له ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ګاونډیو او اسلامي هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو. نوموړي ویلي، چې د اسلامي امارت بشري ډیپلوماسي غیرسیاسي ده، خو سوداګریزې او بشري اړیکې کولای شي لویې ستونزې حل کړي.








