د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف راپور ورکړی، چې بریتانیا دغه بنسټ، فایو او د خوړو نړیوال سازمان(ډبلیو ایچ او) ته ۸ میلیونه پونډه ځانګړي کړي، څو په افغانستان کې د ماشومانو او مېندو له خوارځواکۍ مخنیوی وشي. د راپور له مخې په افغانستان کې ښايي د ۲۰۲۶ کال په اوږدو کې له پنځو کالو کم عمره شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي. په راپور کې راغلي، چې له دې ډلې به ۹۴۲ زره ماشومان پر شدیدې خوارځواکۍ او ۷۰۰ نور د خوار ځواکۍ پر منځنۍ کچې اخته شي. یاد سازمان زیاته کړې، چې څه باندې یو میلیون مېندواره او شیدې ورکوونکې مېرمنې به هم له خوارځواکۍ سره مخ شي.







