د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د اروپايي ټولنې کمېسیون د ۲۰۲۶کال لپاره د افغانستان، ایران او پاکستان سره د بشري مرستو په برخه کې ۱۲۶ مېلیونه يورو ځانکړې کړي دي. دغه کمېسیون ویلي، چې په نړۍ کې ۲۳۹ مېلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. د راپور له مخې که څه هم لویو مرسته کوونکو هېوادونو خپلې مرستې کمې کړې؛ خو دغه کمېسیون د لومړنۍ مرستې بودجې یوه برخه ۱.۹ مېلیارده یورو له نړۍوالو ناورینونو سره د مبارزې لپاره ځانکړې کړې ده.








