د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل باید د کابل د هوايي ډګر پر ځای د بګرام له پوځي اډې ترسره شوي وای. ټرمپ تېره شپه په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته ویلي، د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د هغې چاودنې په اړه، چې ۱۳ امریکايي سرتېري پکې ووژل شول، وویل دا د امریکا په تاریخ کې یوه له تر ټولو کمزورو نکته وه. ټرمپ دغه پېښه د مخکني ولسمشر جو بایډن تېروتنه بللې او ویلي یې دي، که دی وای، له افغانستانه به په «عزت او قوت» سره وتلی وای.








