د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د «مهارت او مسلک» تر عنوان لاندې جوړ شوی یو ورځنی کنفرانس پای ته ورسېد؛ هغه کنفرانس چې موخه یې د کار بازار له اړتیاوو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو نښلول، د ځوانانو د کاري وړتیاوو لوړول او د اقتصادي ځانبسیا لپاره د مهارت ارزښت ته پاملرنه وه.
یاد کنفرانس د دې ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ ریاست له لوري تنظیم شوی و، چې پکې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د لوړو زده کړو محترم وزیر، د اسلامي امارت یو شمېر چارواکو، او همدارنګه د ملي او نړیوالو بنسټونو استازو ګډون کړی و.
د کنفرانس پر مهال د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس وویل، چې تخنیکي او مسلکي زده کړې یوازې زدهکړه نه، بلکې د کارموندنې، تولید، او اقتصادي خپلواکۍ لپاره عملي لاره ده. د نوموړي په وینا، دغه اداره هڅه کوي داسې تعلیمي سیستم رامنځته کړي چې د بازار له واقعي اړتیاوو سره سمون ولري او د زده کړو کیفیت یې د ملي او نړیوالو معیارونو مطابق وي.
مولوي غلام حیدر شهامت زیاته کړه، چې په وروستیو کلونو کې د زدهکړیزو پروګرامونو په طرحه او تطبیق کې د کار بازار ته ځانګړې پاملرنه شوې ده، څو فارغان وکولای شي له فراغت وروسته په اسانۍ د کار زمینه ومومي. هغه ټینګار وکړ، چې مهارت باید د ټولنې د ټولو وګړو لپاره د لاسرسي وړ وي، ځکه مهارت د فردي او ټولنیز ثبات بنسټ جوړوي.
نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو پیاوړتیا یوه ګډه ملي دنده وبلله او ویې ویل، چې حکومت، نړیوال بنسټونه، نادولتي ادارې او خصوصي سکتور ټول په دې برخه کې مسئولیت لري. هغه له نړیوالو شریکانو وغوښتل، چې په افغانستان کې د مهارتمحوره زده کړو ملاتړ ته دوام ورکړي.
په همدې کنفرانس کې د لوړو زده کړو محترم وزیر، شیخ ندامحمد ندیم، هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې تخنیکي او مسلکي زده کړې د اقتصادي پرمختګ او ځانبسیا لپاره بنسټیز رول لري. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د لوړو زده کړو وزارت به د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.
سربېره پر دې، نورو ویناوالو هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د مهارتونو پراختیا نه یوازې د کار بازار پیاوړی کوي، بلکې د بېکارۍ او فقر د کمښت لامل هم ګرځي.
یاد کنفرانس په پای کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري له بېلابېلو ملي ادارو او بنسټونو سره د اتو تفاهملیکونو په لاسلیکولو سره پای ته ورسېد؛ هغه تفاهملیکونه چې تمه ده د مهارتونو د پراختیا، کارآموزۍ او د ځوانانو د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې اغېزناک رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده، چې د مهارت او مسلک په برخه کې دا ډول هڅې نه یوازې د ځوانانو لپاره د کار زمینه برابروي، بلکې د هېواد د اقتصادي ثبات، ټولنیز عزت او دوامدار پرمختګ لپاره هم یو مهم ګام بلل کېږي.








