دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د وسلهوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیحالدین فطرت په قطر کې د دغه هېواد د وسله وال پوځ له لوی درستیز جاسم بن محمد المناعي سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د متقابلو همکاریو په دوام او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې شوې دي.








