د افغانۍ د ترویج کمېسیون لهخوا په خوست کې هغه ۱۰ صرافۍ تړل شوي، چې په مالي راکړه ورکړه کې یې بهرنۍ کرنسۍ، په ځانګړي ډول پاکستانۍ کلدارې کارولې. د خوست د ولایت مقام ویلي، دا اقدام د قوانینو د پلي کېدو او د ملي اسعارو د ثبات لپاره شوی او تر بل امر پورې به یادې صرافۍ تړلې وي. د خوست ټولو سوداګرو، دوکاندارانو او صرافانو ته سپارښتنه شوې چې د بهرنۍ کرنسۍ استعمال، په ځانګړي ډول د کلدارو کارونه، په مطلق ډول منع ده او هېڅ شخص، دوکاندار او یا سوداګر ته اجازه نشته چې راکړه ورکړه کې له افغانیو پرته بله کرنسي وکاروي.








