د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له ویسټاندیز سره د شلاوریزې لوبلړۍ دویمه لوبه نن ترسره کوي. دغه شلاوریزه لوبلړۍ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربهتوب ترسره کېږي. دغه سیالۍ به د افغانستان پر وخت ماښام ۷ بجې د متحده عربي اماراتو د دوبۍ نړۍوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي. افغان لوبډلې وړمه ورځ له ویسټ اینډیز سره لومړۍ شل اوریزه لوبه د ۳۸ منډو په توپیر وګټله. په پام کې ده چې د افغانستان او ویسټ اینډیز لوبډلې سبا هم سره مخامخ شي. د شل اوریزو دا درې لوبې نړۍوال جام ته د تیاري لپاره دي.








