د آسیا لپاره د اروپايي ټولنې د بشري مرستو دفتر خبر ورکړی، چې په افغانستان کې وچکالۍ د ملیونونو خلکو لپاره اوبو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی. سرچینې ویلي، چې د «سولډاریټي» بنسټ په همکارۍ د لاسي بمبو د څاګانو د جوړولو په حال کې دي. د اروپايي ټولنې په خبره، دا اقدام به ځایي ټولنو ته پاکې اوبه برابرې کړي. اروپايي ټولنې تر دې وړاندې په افغانستان په ځانګړې توګه په کابل کې د اوبو د ناورین په تړاو خبرداری ورکړی و. دغه راز د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف هم خبرداری ورکړی، چې د کابل تر ځمکې لاندې اوبه ښایي تر ۲۰۳۰ پورې په بشپړه توګه وچې شي.








