هند له متحده عربي اماراتو سره د ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت د طبیعي مایع ګاز د پېرلو تړون لاسلیک کړ. هندي رسنیو ویلي، چې دغه تړون نوي ډیلي ته د متحده عربي اماراتو د دولت رییس شیخ محمد بن زاید ال نهیان د سفر او د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره د لیدنې پر مهال لاسلیک شوی. په راپور کې راغلي، د دغه تړون له مخې به د متحده عربي اماراتو دولتي شرکت «ادنوک ګاز» د ۱۰ کلونو مودې لپاره هر کال د «هندوستان پټرولیم» شرکت ته ۰.۵ میلیونه ټنه مایع ګاز ورکوي. دواړو هېوادونو دغه راز هوکړه کړې، چې په راتلونکو شپږو کلونو کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۲۰۰ میلیارده ډالرو ته لوړوي.








