د هرات ولایت د ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت د مرکز په ۱۵ناحیه کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د فرعي کوڅو او سړکونو د کانکرېټ کولو چارې پيل شوې دي. د یاد ولایت د ښاروالۍ ویاند محمد ناصر آرمل رسنیو ته ویلي، چې د یادې ښاروالۍ له پراختیایي بودېجې څخه د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۵مه ناحیه کې د فرعي کوڅو او سړکونو د کانکرېټ کولو چارې پيل شوې دي. د نوموړي په خبره د یادې پروژې چارې به د ۳ میاشتو په موده کې بشپړې او پر مټ به یې د سیمې اوسېدونکو لپاره د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاووې برابرې شي.








