د لوړو زدهکړو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان په کچه ټول ممتاز فارغ محصلین له ارزونې وروسته په بېلابېلو حکومتي ادارو کې د هغوی مسلک ته په کتو په دندو ګمارل کېږي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین د حکم او ځانګړي شفقت له مخې، د افغانستان په کچه ټول ممتاز فارغ محصلین له ارزونې وروسته په بېلابېلو امارتي ادارو کې د هغوی مسلک ته په کتو په دندو ګمارل کېږي. د خبرپاڼې له مخې د یاد حکم پر اساس، د افغانستان د پوهنتونونو ۱۵۵۵ ممتاز فارغ محصلین د لوړو زده کړو وزارت له لوري د اسلامي امارت مشرتابه مقام ته معرفي شوي دي. په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، د یادو محصلینو وړتیا به د چارو ادارې له لوري وارزول شي او د هغوی د مسلک، تخصص او تحصیلي څانګې په پام کې نیولو سره به مشرتابه مقام ته وروپېژندل شي.








