د سوریې د لنډمهالي حکومت ولسمشر احمد شرع د کردانو له پوځي ډلې (د سوریې ډیموکراټیک پوځ) سره اوربند کړی. د سوریې سانا خبري اژانس ویلي، چې د دواړو خواو ترمنځ تر څو ورځو جګړې وروسته د دغه اوربند له مخې، کرد ځواکونه اوس د احمد شرع په مشرۍ د مرکزي حکومت تر کنټرول لاندې راځي او ټاکل شوې چې یاد کرد ځواکونه د سوریې له دیرالزور او رقه ښارونو چې په پراخه کچه نفت، غنم او د اوبو بندونه لري، ووځي. تر دې وړاندې د سوریې لنډمهالي حکومت اعلان کړی و چې دغه هېواد کې مېشتو کردانو ته له پوره حقوقو سره د سوریې تابعیت ورکول کیږي.








