د کندهار ولایت د کرنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د نېش ولسوالۍ د باغ اغا په تورو سیمه کې د اوبو د یوه بند د رغولو چارې پیل شوې دي. د یاد ریاست ویاند محمد حنیف حقمل رسنیو ته ویلي، چې دغه بند د باراني اوبو د مهار او کرنیزملاتړ په موخه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د ۲۸۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي. د مسوولینو په خبره یاد بند به په معیاري توګه د ۱۵۰ متره مکعب اوبو په زېرمه کولو سره جوړ شي او په دې سره به ۳۶۰ هکټاره کرنیزې ځمکې خړوبې شي.








