د لوګر ولایت په مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې پر ۳۷۵۰ تنه بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه. د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رییس شېرآقا پیرحبیب الرحمن ویلي چې دغه مرسته د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې له لوري د یاد ولایت د مرکز په ګډون د برکي برک، څرخ، خوښۍ او محمد اغې ولسوالیو پر۳۷۵۰ بزګرانو وېشل کېږي، چې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرام د غنمو اصلاح شوي تخمونه، ۵۰ کیلو ګرامه توره او ۵۰ کیلو ګرامه سپینه کیمیاوي سره په پام کې نیول شوې ده. نوموړي د یادو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش موخه د بزګرانو ملاتړ، د حاصلاتو زیاتوالی ښودل کېږي.








