د سعودي عربستان په جدې ښار کې د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډلې په لومړۍ تخنیکي غونډه کې د قطر استازي د افغانستان په اړه د یوې متوازنې او ګډې تګلارې پر اړتیا ټینګار کړی دی. نوموړي ویلي، دا تګلاره باید د بشري اړتیاوو پوره کولو، مسوولانه سیاسي تعامل او د سولې او ثبات لپاره د افغانانو د غوښتنو ملاتړ ته لاره هواره کړي. د قطر استازي خالد عبدالعزیز الخلیفي همداراز د دوحې بهیر د افغانستان د مسایلو په برخه کې د نړۍوالو هڅو مهمه لاسته راوړنه بللې ده.








