د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلي، چې د افغانستان د پنبې صادراتو نړۍوالو بازارونو ته لار موندلې او دا محصول اوس د پاکستان پر ځای ترکیې، بنګلهدېش او ایران ته صادرېږي، چې افغان سوداګرو ته یې نوې اقتصادي هیلې پیدا کړې دي. د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس غلام یحیی ویلي، له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو که څه هم ستونزې رامنځته کړې، خو په عین حال کې یې افغان سوداګر دې ته اړ کړل چې بدیل بازارونه ولټوي. د نوموړي په خبره، د افغانستان پنبه دا مهال د بنګلهدېش، ترکیې او ایران په بازارونو کې د پاکستان په پرتله په لوړه بیه پلورل کېږي، چې دا چاره د پنبې د تولید او صادراتو لپاره مهم اقتصادي فرصت بلل کېږي.








