د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن د ویتنام د فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې یوه دوستانه لوبه ترسره کوي. دغه لوبه نن ماسپښین دوه نیمې بجې پیلیږي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، دویمه دوستانه لوبه به د جنورۍ په ۲۰مه د مازدیګر په پنځه بجې ترسره شي. دا لوبې د اسیا ملتونو جام لپاره د ملي لوبډلې د چمتووالي برخه ده او د تړلو دروازو تر شا به ترسره شي. د یادولو وړ ده چې افغان لوبډله به د لوبو تر پای وروسته، ټایلېنډ ته لاړه شي څو هلته نورې تدارکاتي لوبې ترسره کړي.








