د بادغیس د مرکز قلعه نو په ګډون د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د څه باندې ۳۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۲ بېلابېلو بنسټیزو او ټولګټو پروژو چارې پیل شوې دي. کورنیو چارو وزارت وایي، دغه پروژې د د دغه وزارت په مالي ملاتړ د ۳۱۵ میلیونه ۴۹۰ زره افغانیو په لګښت د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو او ټولو ولسوالیو کې پلي کېږي. د سرچینې په وینا، په دغو پروژو کې د ولسوالیو او امنیې قوماندانيو د اداري ودانیو جوړول، استنادي او احاطوي دېوالونه، امنیتي برجونه او خونې، جوماتونه، روغتیايي مرکزونه، د تېلو د زېرمه کولو ټانکونه، د څښاک اوبو څاګانې او نورې بنسټیزې پروژې شاملې دي، چې د ولایت په مرکز او بالامرغاب، جوند، دره یوم، تګاب عالم، سنګ آتش، قادس، غورماچ، مقرا او آبکمري ولسوالیو کې به پلي شي.








