د پاکستان د پنجاب ایالت په سرګودې سیمه کې ویالې ته د یوه موټر د لوېدو له امله ۱۴ تنه مړه شوي او څو نور ټپیان دي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پېښې پر مهال ۲۳ کسان په موټر کې سپاره وو. راپور کې راغلي، موټر چلوونکي پر سړک د سختو دوړو او لړې له امله لاره نه لیدله او موټر یې له کنټروله وتلی او بیا یوې ویالې ته لوېدلی. د ژغورونکو ځواکونو د راپور پر بنسټ، ۷ کسان د موټر لاندې بند پاتې شوي او د پېښې په ځای کې یې ساه ورکړې ده. د ژغورنې ډلې د قربانیانو جسدونه او همدارنګه سخت ټپیان روغتون ته لېږدول، خو هلته د درملنې پر مهال نور ۷ کسان هم مړه شوي دي. دا کسان د یوې جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره په سفر روان وو.








