د افغانستان برېښنا شرکت وایي، سږ کال یې د کورنۍ برېښنا تولید د زیاتولو لپاره له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د ۹۴۰۷ میګاواټه برېښنا د تولید تړونونه او تفاهملیکونه لاسلیک کړي دي. د برېښنا شرکت د پلان رییس، محمد ناصر احمدي ویلي، په دې پروژو کې د سکرو، طبیعي ګاز او حرارتي سرچینو څخه د برېښنا تولید شامل دی. نوموړی وايي، له طبیعي ګاز څخه د ۱۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید تړون لاسلیک شوی او عملي چارې یې پیل شوې دی.







