د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ اړیکې پیاوړې شوې دي او تېر زېږیز کال کې د مسکو له لوري د افغانستان د نوي حکومت رسمیت پېژندنه په دې برخه کې مهم او اغېزناک ګام و. پوتین دغه څرګندونې د افغانستان د سفیر په ګډون د یو شمېر هېوادونو د سفیرانو د باورلیکونو د منلو پر مهال کړې دي. هغه زیاته کړې، چې افغانستان دا مهال د شانګهای همکاریو سازمان کې د څارونکي غړیتوب لري او روسیه هیله لري، چې افغانستان د یو متحد، خپلواک، سولهییز او له جګړې، ترهګرۍ او نشهیي توکو څخه د پاک هېواد په توګه وویني.








