د ننګرهار ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ناچاودې مرمۍ د چاودنې له کبله یو ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د مسوولین په خبره دغه ځوان غره ته د څارويو څرولو په موخه تللی وو چې مازدیګر مهال یې په غره کې یوه ناچاودلې مرمۍ ټکولې او پرې ور چاودېدلې ده. د یادونې وړ ده چې د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د تېرو جګړو د ناچاوده توکو د چاودنې له امله وخت ناوخت دا ډول پېښې رامنځته کېږي.








