په قطر کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې محمد سهیل شاهین د قطر پوهنتون رییس ډاکټر عمر بن محمد الانصاري سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنهکې د کابل او قطر پوهنتونونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي. په دې کتنه دغه راز د افغاني او قطر د اکاډمیکو بنسټونو ترمنځ د تجربو تبادلې، اسلامي بانکدارۍ، ورکشاپونو او اړوند نورو موضوعاتو په اړه هم بحثونه شوي دي.








