د مالیې وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د تېر حکومت څخه پر نظام باندې د کورنیو خصوصي بنسټونو له پاتي پورونو څخه ۳.۳ میلیارده افغانۍ ورکړل شوې دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې “د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله) له منظورۍ سره سم؛ د مالیې وزارت له لوري له تېرې ادارې څخه پر نظام باندې د یو شمېر خصوصي کورنیو قراردادي شرکتونو او حقیقي اشخاصو د پاتي طلباتو، تضمیناتو او تأمیناتو د ورکړې لړۍ پیل شوې ده، چې تر اوسه پورې د ټولو بودجوي واحدونو د ټاکل شويو کمېټو له تثبیت او د مالیې وزارت له تائید وروسته؛ شاوخوا ۱۷ زره قراردادي پورونه تثبیت شوي دي، چې له جملې څخه یې د ۱۴۰۲ مالي کال له پیل څخه د روان ۱۴۰۴ مالي کال د لېندۍ میاشتي تر پایه پورې د عمومي بودجې له لارې ۳.۳ میلیارده افغانۍ اړوندو حکمي او حقیقي اشخاصو ته ورکړل شوې دي.”







