د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر مولوي نورجلال جلالي د افغانستان لپاره د ماشومانو خوندیتوب موسسې له نوي رییس سره د مور او ماشوم د روغتیايي خدمتونو ښه والي په موخه لیدنه کړې ده. دعامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې د یادې موسسې د پخواني رییس د کارونو د ستاینې ترڅنګ د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او لا ډېرو همکاریو په اړه خبرې شوې دي. د ماشومانو د خوندیتوب موسسې رییس ژمنه کړې چې په افغانستان کې د مور او ماشوم روغتیايي خدمتونو ته پراختیا ورکوي، روغتیايي مرکزونه زیاتوي، او د ماشوم روغتیا اړوند پروژې زیاتوي.








