د افغانستان د کرکټ له نولس کلنو کم عمره لوبډله نړیوال جام ته د چمتوالي په موخه نن له سرېلانکابي لوبډلې سره تمریناني سیالۍ ترسره کوي. دا لوبه د کابل په وخت نن د غرمې په ۱۲بجو د نامیبیا په پلازمینه ویندهوک کې پیلېږي. افغان لوبډلې تر دې وړاندې د یکشنبې په ورځ په تمریناتي لوبه کې اسټرالیا ته ماتې ورکړې ده. ټاکل شوې د کرکټ د نولس کلنو کم عمره لوبډلو جام د جمعې په ورځ د مرغومې په ۲۵ د زیمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پيل شي.








