د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په ارزښت اووه پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د ښاروالۍ مسوولین وايي، دغو پروژو کې د پليلارو، عمومي سړکونو، ګلدانونو او پلچکونو جوړول او د ښار بېلابېلو برخو کې د سړکونو داغګیري شاملیږي. نوموړي ویلي، چې په ښار کې د پاکو اوبو رسولو یوه نوې پروژه هم پیل شوې چې د ۷۲۰ مترو کانکریټي کانال جوړولو له لارې به ګڼو سیمو ته پاکې اوبه ورسوي.








