رویټرز په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې ناروې د اوکراین د انرژۍ له سکتور او بنسټیزو خدماتو څخه د ملاتړ په موخه ۳۴۰ میلیونه یورو بېړنۍ مرسته ځانګړې کوي. په راپور کې راغلي، چې دا له اوکراین سره په ۲۰۲۶ کال کې د ناروې د پراخو مرستو یوه برخه ده. د راپور له مخې، روسیې له میاشتو راهیسې د اوکراین د انرژۍ شبکې په نښه کوي او په وروستیو اوونیو کې د هوا له سړېدو سره هممهاله یې زور ورکړی دی. د ناروې چارواکو ویلي چې د دغو بریدونو دوام، انرژۍ او بنسټيزو خدماتو ته د میلیونونو اوکرایینیانو لاسرسی ګواښي. تېر کال د ناروۍ پارلمان اوکراین ته د ۸۵ میلیاردو کرونو مرسته تصویب کړې وه چې ډېره برخه یې نظامي ملاتړ ته ځانګړې شوې او ۱۵ میلیارده کرونه یې ملکي او بشردوستانه برخو ته په پام کې نیول شوې وه.








