د مالیې وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د تقاعد د حقوقو عمومي ریاست، متقاعدینو ته د نوبت ورکولو په موخه د پینشن (Pension) په نوم یو انټرنیټي اپلکېشن جوړ کړی دی. د یاد وزارت ویاند عبدالقیوم نصیر رسنیو ته ویلي، چې د دغه اپلکېشن د جوړولو موخه د تقاعد د حقوقو د ورکړې پروسې روڼتیا او چټکتیا ده، څو متقاعدین وکولای شي د دې اپلکېشن له لارې نوبت ترلاسه کړي او په ټاکلي وخت د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره د تقاعد د حقوقو عمومي ریاست ته مراجعه وکړي.د مالیې وزارت وایي، د دې اپلکېشن له فعالېدو سره به متقاعدین له اوږده انتظار، بینظمۍ او تګ راتګ څخه خوندي شي او په یوه منظم سیسټم کې به د خپلو تقاعدي حقوقو ترلاسه کولو لپاره ورته زمینه برابره شي. دغه وزارت ډاډ ورکړی، چې د متقاعدینو ستونزې به له دې وروسته د نوې ټکنالوژۍ له لارې ډېرې اسانه حل شي.







