د روسیې د امنیت شورا رییس سرګي شویګو له خپل ایراني سیال علي لاریجاني سره د ټېلېفوني خبرو پر مهال په ایران کې د وروستیو لاریونونو په تړاو د بهرنیو لاسوهنو پر ضد غبرګون ښودلی او په کلکه یې غندلې ده. انټرفاکس خبري اژانس د روسیې د امنیت شورا د رسنیز دفتر په حواله راپور ورکړی، چې په دې خبرو کې سرګي شویګو له ایران سره د روسیې د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو د پیاوړتیا اعلان هم کړی دی.








