د ریاست الوزرا د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې د پوهنې وزارت د خصوصي زدهکړو ریاست د عوایدو د لوړوالي او غوره مدیریت طرحه او د اړتیا وړ وسایلو او تجهیزاتو پروپوزل تایید شوي دي. د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې د دې طرحې په پلي کېدو سره به د خصوصي زدهکړو مرکزونه معیاري شي، زدهکوونکو لپاره به مناسب فیسونه وټاکل شي او د دوی ستونزو ته به رسېدنه وشي.








