د پاکستان د کډوالو ادارې خبر ورکړی، چې هغو پاکستاني محصلانو ته پر تورخم د اوښتلو اجازه ورکړل شوې، چې په افغانستان کې بند پاتې وو. سرچینې ویلي، عامو پاکستاني وګړو ته هم دوه ورځې وخت ورکړل شوی چې پاکستان ته لاړ شي. د تېر کال د اکتوبر پر ۱۲مه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته په افغانستان کې د پاکستاني محصلانو تر څنګ په لوی شمېر سوداګر، کارګر او موټرچلوونکي بند پاتې دي. د سرچینې په خبره یادو محصلانو تېره ورځ رسنیو ته ویلي وو، چې افغان لوري دوی ته پر تورخم د اوښتلو اجازه ور کړې ده.








