فلسطیني کډوالو ته د مرستو او کارموندنې سازمان (انروا) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په غزه کې زرګونه بېځایه شوي په سختو او لنډمهالو خیمو کې شپې ورځې سبا کوي. یاد سازمان زیاته کړې، سره له دې چې سېلابونو، د ژمي سړې هوا، د خوړو او پاکو اوبو کموالی او پر بشري مرستو شدید محدودیتونه شته، د دغو وګړو د زیانمننې کچه ورځ تر بلې پراخېږي. انروا خبرداری ورکړی چې په غزه کې بشري اړتیاوې لا هم په بحراني حالت کې دي. له دې وړاندې هم یاد سازمان راپور ورکړی و چې په غزې او لویدیځې غاړې کې بشري وضعیت کړکېچن دی او میلیونونه وګړي له جدي خوراکي او امنیتي ګواښونو سره مخ دي.








