په اندونیزیا کې د افغانستان سرپرست سفیر سعد الله بلوچ د اندونیزیا د کونسلي چارو، جنوبي اسیا، مرکزي اسیا او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو رییس سره کتلي. په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت ويلي، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغان زندانیانو پر وضعیت، د افغان کډوالو او سوداګرو پر ستونزو او د کونسلي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي. دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، او د قانون په چوکاټ کې د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.








