د عامې روغتیا وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له پاکستان څخه افغانستان ته د درملو وارداتو د مخنیوي طرحې اغېزمن تطبیق او همغږۍ په موخه ناسته ترسره شوې ده. سرچینې ویلي چې په دې ناسته کې ټینکار شوی، چې دا طرحه باید ګام په ګام او سنجول شوي ډول عملي شي، ترڅو د درملو خدمات ګډوډ نه نشي او عامه ګټې خوندي پاتې شي. دغه راز په دې ناسته کې د پاکستاني درملو پر بدیلو لارو چارو ټینګار شوی، چې په کې د کورني بازار ارزونه، د موجوده زېرمو مدیریت، له معتبرو هېوادونو څخه د وارداتو اسانتیاوې او د تخنیکي ناستو جوړول شامل دي، تر څو د درملو عرضه له خنډ سره مخ نه شي او باکیفیته او معیاري درملو ته د خلکو لاسرسی تضمین شي.








