رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې چین، روسیې او ایران په سوېلي افریقا کې ګډ سمندري پوځي تمرینات پیل کړي دي. په راپور کې راغلي، چې دا تمرینات د «برېکس پلس» د غړو هېوادونو د بېړیو ترمنځ د همغږۍ او سمندري عملیاتو د تنظیم په موخه ترسره کېږي. برېکس پلس له چین، روسیې، هند، برازیل، سویلي افریقا او شپږو نورو هېوادونو جوړ دی چې پکې مصر، سعودي عربستان او متحده عربي امارات هم شامل دي. د راپور له مخې، د چین پوځي چارواکو چې د پرانیستو مراسمو مشري کوله، ویلي چې په دې تمریناتو کې برازیل، مصر او ایتیوپیا د ناظر په توګه ګډون لري.








