نور احمد نور، نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د چارسمبالي په توګه معرفي شوی دی. هندي رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي، نور احمد نور چې تر دې مخکې په بهرنیو چارو وزارت کې لومړی سیاسي رییس و، نوې ډیلي ته رسېدلی دی. تر دې وړاندې د هند بهرنیو چارو وزیر جې شنکر د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره کتنه کې نوې ډیلي کې د افغانستان د سفارت لپاره د ډيپلوماټانو له منلو سره هوکړه کړې وه.








