د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د ولسي خلکو له خوا یوه لومړني ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې. د چک ولسوالۍ د عربانو چارشنیې سیمې اوسېدونکي وايي، په سیمه کې يې د ښوونځي ودانۍ ته جدي اړتیا وه چې پرون یې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د بنسټ ډبره کېښودل شوه. دوی وايي، یاد ښوونځي کې به په یوه وخت کې سلګونه زدهکوونکو ته د زده کړې زمینه برابره شي.








