د عدليې وزارت د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې له لوري په خوست ولایت کې د نږدې ۱۴۰۰ جریبه ځمکې د امارتي تثبیت کېدو خبر ورکړی دی. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د خوست ولایت د مرکز په غړومبۍ او مټه چینې ساحو کې د ۲۱۶۱ جریبه ځمکې د سندونو او مدارکو په بررسۍ سره، د هغې پر ۱۳۹۱.۸۶ جریبه ځمکه د امارتيتوب پرېکړه کړې ده. سرچینې زیاته کړې، چې یادې ځانګړې محکمې د سندونو، مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو د معلوماتو اخیستو وروسته پرېکړه کړې، چې د یادې ځمکې ۱۳۹۱.۸۶ جریبه امارتي ملکیت دی.








