د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د روان لمریز کال په تېرو ۹ میاشتو کې د څه باندې ۲۴ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۲ زره ټنه درملیز نباتات له هیواده بهر صادر شوي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه درملیز ( طبي )نباتات روسیې، متحده عربي اماراتو، ایران او امریکا ته صادر شوي دي. سرچینې زیاته کړې، چې په صادر شویو درملیزو نباتاتو کې د زرشک لرګی، توره زیره، شنه زیره، شيرینبیان، زنجبیل، دارچین، اویشن، روزماري او یو شمېر نور نباتات شامل دي، چې د هرات له لارې نړیوالو بازارونو ته صادر شوي دي.








