د برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې په کابل کې د شنو صنایعو صنعتي پارک کې د ۳۴ مېګاواټه لمریزې برېښنا او سب سټېشن پروژې چارې پیل شوې دي. د برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر د دې پروژې د ۲۲۰ کیلوولټ لېږد مزي د پیل مراسم ترسره کړل. سرچینې ویلي، چې دغه پروژې به د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې شي، چې ورسره به د صنعت ملاتړ، د برېښنا ستونزې به راکمې او سلګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي. د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر وایي، چې د کورنۍ برېښنا تولید لپاره د ۱۲۵۰ مېګاواټو تولیدي برېښنا تړونونه یوازې روان کال کې لاسلیک کړي دي. نوموړی زیاتوي چې دا ټول پرمختګونه پرته له بهرني ملاتړ او مرستو شوي دي.







