د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د بیا پیل لپاره د دواړو هېوادونو سوداګریزو مشرانو په یوې انلاین غونډه کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا او د لارو د بیا پرانېستل کېدو په تړاو خبرې کړې دي. د مالوماتو له مخې په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو څخه د شپږ شپږ غړو ګډه ۱۲کسیزه کمېټه جوړه شوه. سرچینې ویلي، چې د دې کمیټې لومړنۍ رسمي غونډه به د جنورۍ په ۶مه په تورخم کې جوړه شي او د سوداګریزې راکړې ورکړې، د بیا پیل په تړاو به پهکې بحثونه وشي. سرچینې ویلي، چې د پاکستان له لوري د کمیټې مشري د سرحدي سوداګرۍ شورا رییس سید جواد حسین کاظمي او د افغانستان له لوري د سوداګرۍ او صنايعو د خونو فدراسیون سرپرست سید کریم هاشمي کوي.







