د بلخ ولایت د ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې په روان ۱۴۰۴ لمریز کال کې یې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۵ پراختیايي پروژې پلې کړې دي. د بلخ ولسوالۍ ښاروال مولوي محمد قاسم فضل سبحان رسنیو ته ویلي، چې په دغه پروژه کې د سړکونو پخول، د کوڅو کانکرېټ کول، د منډوي جوړول، د کټارو جوړول او د کثافات دانیو نصبول شامل دي، چې د ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې څخه د ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې عملي شوې دي. د نوموړي په خبره د دغو پروژو موخه د ښاري خدمتونو پراختیا او د خلکو لپاره د اسانتیاوو برابرول دي.








